Sunday, September 09, 2012

Pa ghairat margh au jwandon dwanra kha di

په غیرت مرګ او ژوندون دواړه ښه دی

ځکه پښتو او پښتون دواړه ښه دی

چي لږ څه خوند د محبت پکي پیده شی
عشق کي غم او بیلتون دواړه ښه دی

که په زنکون مي سر درګدي که په څنګل
ماته ځنګل او زنګون دواړه ښه دی

دلته په ښکلو پسي ردي بدي اونه وايي
ښه دی سخی او قارون دوړه ښه دی

چي د خپل یار سره جونګږه کي دي ژوند وی
هلته سبا او پارون دواړه ښه دی

یو جلا د خپل وطن شو بل د کلی جلا
خوار اکبر او مجنون دواړه ښه دی

0 comments:

Post a Comment