Monday, April 30, 2012

Zu che pa kali ki wum khai dari landy me zda way

زه چې په کلي کې وم ښې ډېرې لنډۍ مې زده وې
زما اواز د کلي ټولو جينکو پېژانده
زه چې په کلي کې وم رود مې د سندرو يار و
مستو څپو مې هم اهنګ د ترانو پېژانده
زه چې په کلي کې وم ښه ډېره شوخي مې زده وه
... مازېګری به مې د باغ ونو کې پاس تېراوه
چې پسرلی به شو او ونو به غوټۍ وکړلې
منې چې څانګو مې پر سر د ګلو لاس تېراوه

زه چې په کلي کې وم ډېرې ژبې زده وې راته
د چېنو ژبه ، د نښترو ، د څېړيو ژبه
مابه له رود سره په غبرګ غږ کې سندرې ويلې
ماته وه ياده د بلبلو ، توتکيو ژبه
زه چې په کلي کې وم ژمي کې حجره ګرمه وه
د منګي ټنګ ته به نو زه هم د سيتار ژڼی وماو
که خبره به د څڼو غورځولو راغله
نو په اتڼ کې هم په ډېرو کې د کار ژڼی وم
زه چې په کلي کې وم مست غوندې بنډار مې درلود
د شنه چېلم په کټ کټا به مې خومار ماتوه
چېنې ته څېرمه د شنو بنګو د ځنګله له منځه
په يه قربان! به مې د نجونو سم کتار ماتوه

0 comments:

Post a Comment