Saturday, April 28, 2012

dair sra lari mung dair sara nezdy kra khdaya

ډېر سره لرې يو مونږ ډېر سره نزدې کړې خدايه
زما په اوښکو د جانان سترګې لوندې کړې خدايه

زړۀ د هر ښکلي د هغه د مخ په شانې سپين کړې
د ښيښو شاته دغه کاڼي هم ښيښې کړې خدايه
...
په خپلو اوښکو بېرته ووينځو رانجه د سترګو
زمونږ په هره ښادۍ غم ولې پسې کړې خدايه

چې پښې ابله پښې ځي له وطنه، د هغو دپاره
د ګل تر پاڼو د اغزو څوکې پستې کړې خدايه

چې د دروېش د زړه تر کاڼي پورې ووري وزي
د بڼو څوکې دې د يار څومره پستې کړې خدايه

0 comments:

Post a Comment