Sunday, December 21, 2014

Dalta da lobo har yao tal pa weno sur prot dy

دلته ده لوبو هر یو ټال په وینو سور پروت دی
ښکاری جوړ بیا مو نوی کال په وینو سور پروت دی
هغه چی ما ورله ورکړی وو په ډیره مینه
ده مینی هغه یو رومال په وینو سور پروت دی
ده وخت زالم ورله سه بل شانتی سنګار کړی دی
نن یی په زنه باندی خال په وینو سور پروت دی
چا ته فریاد اوکړم ده چا نه یی تپوس اوکړمه
ده خور څادر او ده مور شال په وینو سور پروت دی
همدردا سنګ ورکښی ده مینی ترانی اوایم
زما ده ښار هر یو دیوال په وینو سور پروت دی

Friday, December 19, 2014

Janana sta tar dara sanga darsham

جانانه ستا تر دره څنګه درشم
د وخت زنځیر مې په لاسونو کې دی
خلک دروغ وایي رښتیا نه وایي
چې ټول تقدیر مې په لاسونو کې دی

Sta da gagi na che sta zulfo ta goram

ستا د غېږې نه چې ستا زلفو ته ګورم
یو لښکر دی را روان ښکاري چاپېره شیش محل دی که په خوب کې داسې وینم
چې دا ته یې که مې ځان ښکاري چاپېره

Da pacha da darbaar spi rapasi ghapi


د پـــاچـــا د دربار سپی راپسی غــــاپی

چی اخیستی می ښیری د کوم فقیر دی

Laka che bya da zana na wum khabr

لکه چې بیا د ځانه، نه وم خبر
لکه چې بیا هغه کوڅه تېره شوه
ما او هغې یو بل لیدلي نه دي
 کلونه وشو، زمانه تېره شوه