Sunday, December 21, 2014

Dalta da lobo har yao tal pa weno sur prot dy

دلته ده لوبو هر یو ټال په وینو سور پروت دی
ښکاری جوړ بیا مو نوی کال په وینو سور پروت دی
هغه چی ما ورله ورکړی وو په ډیره مینه
ده مینی هغه یو رومال په وینو سور پروت دی
ده وخت زالم ورله سه بل شانتی سنګار کړی دی
نن یی په زنه باندی خال په وینو سور پروت دی
چا ته فریاد اوکړم ده چا نه یی تپوس اوکړمه
ده خور څادر او ده مور شال په وینو سور پروت دی
همدردا سنګ ورکښی ده مینی ترانی اوایم
زما ده ښار هر یو دیوال په وینو سور پروت دی

0 comments:

Post a Comment