Wednesday, January 23, 2019

Da kar ye khu be kara ye da kar nashwe pukhtuna


د کار يې خو بې کاره يې د کار نۀ شوې پښتونه
يوه په بله لاړلې په لار نۀ شوې پښتونه

چې څوک درله ژوند غواړي او د ژوند حقونه غواړي
لمن له ورله داغ ګورې قلار نۀ شوې پښتونه


ويښ ځان دې اوده کړےدے نو څنګه به راويښ شې
نعرې درته وهمه خو بېدار نۀ شوې پښتونه

ما جوړ درنه سندرو کښې ښۀ ډېر د کار سړے کړو 
د خپلې پښتو ژبې هم پکار نۀ شوې پښتونه

لښکر چې ستا د قام بربادؤلو له جوړېږي
ته مخکې صف ته زغلې ترې ايسار نۀ شوې پښتونه

کم عقل له خو عقل په ټکرو سر له راشي
ټکرې خو دې ؤخؤړې هوښيار نۀ شوې پښتونه

هم مړ شؤلې هم پړ شؤلې هم قتل شوې هم غل شوې
په سر دې لوبې ؤشولې سردار نۀ شوې پښتونه

عابد درنه ځارېږي خو په دې ارمان دې مړ کړو
د خپل اولس په غم کې چې غمخوار نۀ شوې پښتونه

0 comments:

Post a Comment