Wednesday, January 11, 2017

Laka maray la hadiry sara rawan yam


لکه مړ، له هدیرې سره روان یم
د خپل ځان له جنازې سره روان یم
اندامونه مې په هر قدم پرې کیږي
عجیبه ده، له جګړې سره روان یم
ماښامونه رانه تښتي ور پسې یم
رڼوم يې، له ډېوې سره روان یم
صبر صبر زوروره درنږدې یم
رسیدلی یم، له شپې سره روان یم
را وتلی یم خپل ځان پیدا کومه
بې تصویره، اینې سره روان یم
هر وګړی يې بې روحه لکه مړی
د دې ځای، له ښاریې سره روان یم

0 comments:

Post a Comment