Thursday, August 20, 2015

Ta che saba okro saba na razi


تا چې سبا وکړو سبا نه راحٔي

راشي په ھر چا خو په ما نه راحٔي


بيا دې نو په بيا دی څه باور په کار

سل حٔله بيا وکړ، خو بيا نه راحٔې

ووايه زاھد ته ګنا زه کوم

زور خو يې کمبخته په تا نه راحٔي

خدای دې مين ډېر کړي چې ښېرې کوي 

ماله خو نور چل د دعا نه راحٔي

ښکليه! چې موسکې په ټيټو سترګو شې

ھيڅ دې اندازه د ښکلا نه راحٔي

عشق دی لکه وخت خو زه حمزه پکې 

تل وي په تګ، بيرته په شا نه راحٔي

0 comments:

Post a Comment