که په سر د هغه يار د لاسه سنګ خورم،
خدائي دے نه کا چې به بله خوا ته څنګ خورم،
عاشقي او ننګ و نام دي سره لرې،
څو به عمر واړه غم د نام و ننګ خورم،
د اشنا د بيلتانه په کاروبار کښې،
هميشه په تندي توره د فرنګ خورم،
هم په دا چې له خودۍ شمه بې خوده،
د هجران په غم کښې لپې، لپې بنګ خورم،
لکه څوک چې نعمتونه د دنيا خوري،
زه د يار د کوڅې خاورې په دا رنګ خورم،
واړه زهر شي ځما تر ستوني درومي،
بې له ياره که همه لاچي لونګ خورم،
زه رحمان به څو ژوندې په دنيا پايم،
چې په بلو لمبو څرخ لکه پتنګ خورم،
0 comments:
Post a Comment