Friday, May 17, 2013

che zarghi shta mena shta dy au yaran shta

چې زړګې شته مينه شته دې او ياران شته
هسې پوئي شه چې غمونه د هجران شته

څوک چي يار لري نو زړه ته دې دا وائي
چې په برخه دي په يار پسې خفګان شته

چې په ځمکه تندې کيږدي نو خبر شي
په دې خاؤره کښې رازونه د اسمان شته

دا ژوندون واړه قيصه د خير و شر ده
جنګ د تور او سپين به تل وي چې انسان شته

د خپل قام نه مې هيله کيږي طيبه
راته ښکاري چي ملګري د کاروان شته

0 comments:

Post a Comment