Sunday, April 07, 2013

ta pa jwandon krama halal zargiya

تا په ژوندون کړمه حلال زړګيه
ملال،ملال دي کړم ملال زړګيه

زه خو رسوا شوم دتهمت نښه شوم
ځه، چا ته نه وايم ستا حال زړګيه

چي د جنجاله تښتي چرته به ځي
ژوند خو پخپله دي جنجال ړزګيه

پريږده، ثواب د واعظ مه لټوه
درته تري جوړ نشي وبال زړګيه

چا سره کلي هيڅ په زور نه کيږي
مينه هم نه کيګي په سوال زړګيه

چي دي د څيري ګريوان خيال نلري
هير که د هغه اشنا خيال زړګيه

ته خو زخمي شوي چي ازغي شول باڼه
وخوړم زه د زني خال زړګيه

طيبه ځان راته بندي ښکاريږي
رانه چاپير دي ستر ديوال زړګيه

0 comments:

Post a Comment