Tuesday, October 09, 2012

Sta zwani sa wa khu da gul da oor zwani wa yara

ستا ځواني څه وه خو د ګل د اور ځواني وه ياره،
زما د ژوند صحرا پرې ټوله الواني وه ياره،

زړه مې بلا شوې وو ستا د يو نظر ليدو ته،
خو دلته نن سبا بلا، بلا ګراني وه ياره،

د يو ديدن باران دې څه او نه شو ورک دې کړمه،
ستا محبت څه وو د للمې دهقانې وه ياره،

ستا خورې زلفې مې په يو هنر را ټولې نه کړې،
داسې خوره مې په هر خيال پريشاني وه ياره،

زړونه مو اوبائيلل خو يو بل ته مو او نه سپارل،
څومره هوښياره مو د زړونو ناداني وه ياره،

چې بې له تا شوم د غربت احساس وژلې يمه،
مونږه خو ستا په تصور کړې خاني وه ياره،

زه په تنړاکو پښو روان پاتې شوم کيښنه ناستم،
دا ستا د مينې د منزل مهرباني وه ياره،

لوبه د ميني ما د ګټې په خيال نه وه کړې،
ما که کوله هم په دې چې تاواني وه ياره

0 comments:

Post a Comment