Wednesday, August 29, 2012

Da sro lambo da ghargharo da shora na di khabr

د سرو لمبو د غرغرو د شوره نه دي خبر
دا څوک چې جنګ غواړي د جنګ د زوره نه دي خبر
زما بچي لا د ګودر اوراورکي پیژني
دوۍ په ګودر د لګیدلي اوره نه دي خبر
دومره پوهیږم چې د بریتو نه یې وینې څاڅي
دومره پوهیږم چې یاران په نوره نه دي خبر
دا خلق دومره د نفرت په ګناه مه ګرموۍ
دوي ته ګناه نشته صابره ، روره نه پیژني

0 comments:

Post a Comment