Sunday, November 13, 2011

Gora hasi kirdighar dy rub zma



گوره هسې کردگار دى رب زما


چې صاحب د کل اختيار دى رب زما

همگي بزرگواران چې څوک يې وايي

تر همه ؤ بزرگوار دى رب زما


نه يې هيڅ حاجت په چا باندې موقوف دى



له نيستۍ يې د هستۍ صورت پېدا کړو

هسې رنگ پروردگار دى رب زما


هم صانع دى د جمله ؤ مصنوعاتو

هم سامع د هر گفتار دى رب زما


چې يې هيچرې نه مثل نه مثال شته

د هغو عطرو عطار دى رب زما


هر تعمير چې د دنيا او د عقبا دى

د همه واړو معمار دى رب زما


خواننده د نانويسو صحيفو دى

داننده د هر اسرار دى رب زما


که ظاهر دى که باطن دى که مابين دى

له همه ؤ خبردار دى رب زما


شريک نه لري په خپلې بادشاهۍ کې

بې شريکه شهريار دى رب زما


هسې نه چې واحدي يې ده له عجزه

په واحد وجود بسيار دى رب زما


حاجت نه لري د بل چا و يارۍ ته

له هغو سره چې يار دى رب زما


څه حاجت دى چې يې بل و خوا ته غواړم

په خپل کور کې همکنار دى رب زما


هيڅ تغير او تبديل نه لري رحمانه

تل تر تله برقرار دى رب زما



0 comments:

Post a Comment