Thursday, July 18, 2013

Ka stori maat she au spogmai she be ranra asman ki



که ستوري مات شي او سپوږمۍ شي بې رڼا اسمان کې
نو دا لمر نه دی؟ دا به هم شي وار خطا اسمان کې 

دا خلک ولې داسې تنګ شول په دې ځمکه باندې
داخلک ولې جوړوي ځانته دنیا اسمان کې

مونږ له یو ژونده په یو رنګ مزه وانخيستله
زه په جدا ځمکه وسیږم ته جدا اسمان کې

په شبنم اوښکو، دخوشبو لپې په چا خرڅوي
دا په ګلونو پسې څوک کوي ژړا اسمان کې

زما خپل زړه باندې ګمان راغی د بلې دنیا
طایره! ووایه چې خدای وي په ریښتیا اسمان کې؟

Watan mo woor waghesto lambo ta ye yaran nast di



وطـــن مو اور واحست لمـبو ته یی یاران ناســــت دی
پـه خــــــزانو مــو له مــودونـه خـــامـــاران ناســـــت دی

کــــــوم نازولـــی چـی مـــو او سـاتل د زړه پـه ویـــنــو 
وس راته هـــغــــه په لاشــونو دارمـــــان ناســـــت دی

داچــی بـاور د تـحـفـظ د مــــال او ســــــر راکـــــــوی
دا مـــو د مــال دامـــو د ســـر سـوداګــران ناســت دی

وس مـــو سـندری هـم د مـیـنی د مـعـنو حـالـی دی
په مـوسیقی چی مـو یـورفــه ستا پیریان ناسـت دی

یـوه ادا یی هــــم په مــونږ نه کــړه پـیـرزو ده سـترګـو
دیپکه ښکلی مو په څنګ کښی د لغمان ناست دی

Sta da meene lewano ta me nazar sho


ستا د مينې ليونو ته مې نظر شو
د ګريوان څيرې کوو جرّات مې بياموند
د جهان د بادشاهانو لاپروا شوم
ستا د در د ګدايئ لذت مې بياموند

Sta da meene lewano ta me nazar sho
Da graiwan seery kawo jur'at me biamond

Da jahan da badshahano laparwa shom
Sta da dar da gadayai lazat me biamond

Da storo pa ranra ki zan na wrak yam sta da khyala



د ستورو پۀ رڼا کښي ځان نه ورک يم - ستا د خياله
د حسن ښــــــــاپيري زما د زړۀ بدري جمــــــــــــاله 
ښائست دي سرۀ ګلـــــــــــونه پۀ شبنم د نوبهار کښي
خؤارۀ وارۀ پراتۀ زما د زړۀ پۀ لالـــــــــه زار کښي
سپوږمۍ د څوارلسمي ئي رڼا دي تکه سپينــــــــــــه
راځه د ليونو د دړد دوا ئــــــــي ماه جبينــــــــــــــــــه
خولي د پۀ رخسار قطره قطره لکـــــــــــه شراب دي
د سرو شونډو دي وګــــــــــي ملايان خانه خراب دي
زمــــــــا نه هيره کړي دي د دين دنيا قيصــــــــــه ده
پۀ سترګو کښي دي جوړه څۀ عجبه نظـــــــــــاره ده
پياله د سرو شرابو پکښـــــــــي خوند د يار د شـونډو
د شيخ سره پۀ لاس کښي تصويرونه د بربنــــــــــډو
هر څو کۀ مي د ژوبل احساس عکس پکښي تت دے
تۀ پوهه ئي چي تا سره مي څـومره مــــــــــحبت دے

پۀخپله د الله پۀ لاسـو جــــــوړه پۀ فرصــــــــــــت ئي
شپيلئ د اسرافـيل ئي يوه چغـــــــــــــــــه د قيامـت ئي

Za da janan stargo ta der da kato taab na laram


Za da janan stargo ta der da kato taab na laram
Hagha ka daky da khumara we lambe hum kawe

Da banrho loby, loby toqy na di gran zarhgia
Che muhabat Kawi da gham pa ghano shpe hum kawi