د یقین شوق مې د ګمان په جزیره کې ورک دی
ژونده! احساس ستا د بقا مې حافظه کې ورک دی
ته وايې داځل به جامه د تعبیر راوړې پیره
زه وایم خوب مې د دوه سترګو ښاریه کې ورک دی
ای د رنګونو باچا زړه رانه ډالۍ کی واخله
سږ کال ګلاب د پسرلي په سرچینه کی ورک دی
ځان مې مړ شوی هوسونه مې ژوندي پاتې دي
د وجو د قبر مې دې لویه هدیره کې ورک دی
ولې ؟ د شوخ نظر احساس دې نن ګډا ونه کړه
ولی؟ تصویره ژوندی روح د ې ایېنه کې ورک دی
دنفرت توری دومره عام، چې دیوالونه ډک دي
خو د الفت نوم د وختونو کتابچه کې ورک دی