Wednesday, January 18, 2017

Da lopaty lamana nesi khula ki zor warkawi



د لوپټي لمنه نیسي خله کښ زور ورکوي
هره ادا ئي زما ښوږ زړه ته ټکور ورکوي
ماله سري شونډي راکوي په کښ خوشحاله یمه
اوګي رقیب له همیشه د ډوډو شکور ورکوي
لاري نیولي دي رقیب بیا د جانان د کوڅي
نن به ضرور ورله څپیړي دوه څلور ورکوي
دغه رانجه او دنداسه ورله پرده کښ یوسه
ریباره بیا به جینکي ورله پیغور ورکوي
ورته پریږدمه دا دنیا بلي دنیا ته ځمه
ځما یادونو له به خپل زړګي کښ کور ورکوي
راتي وایئل چه ستا د لاسو نخي ټولي څيزم
نن به ورځم ځما خطونو ته به اور ورکوي
دا فیصلي ټولي د بره فیصلي دي خیاله
چاله جانان لکه سپوږميئ چاله تک تور ورکوي


0 comments:

Post a Comment