Tuesday, October 23, 2012

Laka makh zama da yar dy nmar khu hasi we kana

لکه مــخ زمـــــا د يـــار دے، نمـــر خو هسې وي کنه
لکه زه په عشق کښې زيـــړ يم زر خو هسې وي کنه

بې د عشق له شــور و شــره، چې هر ګز زمــا له سره
نه ځي نور څه، هر څه درومي سر خو هسې وي کنه

د عــالــم ډېرې خبرې، لــور په لــور تــورې لښکرې
زړه مــې نه خوځي له ځايه، غــــر خو هسې وي کنه

چې يې رېبم عمل لا کا چې يې ورک کړم ځان پيدا کا
ورځ و شپــه دا هسې کــر کړم، کــر خو هسې وي کنه

تا وې درومه! نوم مې زبر کړه بل سبق له زړه بدر کړه
تـــل مې ته يې په خاطـــر کښې، زبر خو هسې وي کنه

و هغه ته مې سر کوز دے، چې معلوم ورته رموز دے
پــه خبــره نه پــوهېـــــږي، خـــر خــو هسې وي کنه

پـــه دا بــاغ کښې يـــوه ونـــه، تـــل تــازه تـــره برخنه
چې يې اوړے ژمے بــر خورم، بــر خو هسې وي کنه

چې ازاد، مريې وردرومـي، خپل مراد ورځني مومي
پــه هيـچــا نــه دے تــــړلے، ور خــو هسې وي کنه

په يـوه زمـــان تر يــاره، ورشــي راشــي څو ګوزاره
د خوشحال خاطر تېز پر دے، پر خو هسې وي کن

0 comments:

Post a Comment