Friday, October 19, 2012

Khabar shum cha wayal akhtar dy

خبر شوم چا ویل اختر دی
جامې د ټولو کلیوالو نوې وې خو زړونه زاړه
ورغاړیوتم خو رسم وو
د اختر مونځ ته دې هم روح اودس ونکړو-تا لامبلي
لالا!
ما ویل
لیونی ویده ښه دی-
چې په دې میله کې څه خرسیږي پکار يې نه دي
ابۍ!
د سر سپین تارونه دې زما د سترګو د ګنډلو د پاره پوره دي
لورکۍ!
نکریزې په دې کلي کې ډیرې دي خو لاسونه پریکیږي
ملا!
ښه دې اويئل
لیونیه!
ویده شه ویده-چې ماښام پورته شې میله به نه وي

0 comments:

Post a Comment