Saturday, October 20, 2012

ka pas da marga mani khata zama pre sa

، که پس زما د مرګ مني خطا زما پرې څه،
، قاتل که بيا توبه کړي له جفا زما پرې څه،

چې خاورې مې بدن شي اندامونه مې ايرې شي،
که بيا واوړي ګلونه د وفا زما پرې څه،

چې تاب مې د نظر د رڼا ګانو پاتې نه شي،
که شپه د بيلتانه شي بيا رڼازما پرې څه،

چې خاورې په ما واوړي شم د خاورو سره خاورې
که خاورې بيا په سر نولي اشنا زما پرې څه،

چې سترګې مې بې نوره شي په تا پسې ړندې شي،

که راشې مروره بيا پخلا زما پرې څه

طيبه په ژوندون کښې چې خندا راپورې کاندي،
که قبر ته مې راشي په ژړا زما پرې څه،

0 comments:

Post a Comment