Wednesday, August 29, 2012

Wisal ye mazay shwe da belton na mazay lary


وصل بې مزې شو د بيلتون نه مزې لاړې،
مانه مزه لاړه که ژوندون نه مزې لاړې،

هغه سادګي هغه ليلا وختونو يوړه،
ځکه ددې دور د مجنون نه مزې لاړې،

زهر د نفاق ئي د پښتو مزو له ورکړل،
ځکه خو د نن سبا پښتون نه مزې لاړې،

داسې د لارښودو مکارو ذرې،ذري کړې،
نور د دغه چغو د بدلون نه مزې لاړې،

ګرځي ئي حقدار کاسه په لاس لکه ملنګ،
پريږده د انصاف او د قانون نه مزې لاړې،

منډو د روزګار رانه د ناستې وخت نيولې،
لاړلي طيبه د زنګون نه مزې لاړې،


0 comments:

Post a Comment