Wednesday, August 29, 2012

Sok da jalood sa da jalsy sa da ghaza shaheedan

څه د جلوس څه د جلسې څه د غزا شهیدان
مونږ بې هنره پښتنو سره بلا شهیدان
په میدان ما جنګوي ما له شاباسې راکوي
خو د میدان په ویش کښې نه مني زما شهیدان
زه د خپل یو یو ارمان یو یو څلې ښه پیژنم
په خپلو لاسو مې خخ کړي د وفا شهیدان
مونږ لا د یو جنګ نه خبر نه شو چې چا اوګټو
مونږه د هر یو جنګه راوړل د دنیا شهیدان
نڼ سبا ډیر زورور نه مني رښتیا خبرې
مونږه په نڼ دور کښې واخله خامخا شهیدان

0 comments:

Post a Comment