Saturday, August 18, 2012

Qisy nemghari ba da sta da tla ratla pati we

کيسې نيمګړې به دا ستا د تلۀ را تلۀ پاتې وي
نور به مې څۀ ترخۀ ، خواږۀ لۀ ژوندانۀ پاتې وي
زۀ به لۀ کومې څۀ هوَس او هيلې وکړم لۀ ستا
هيلې وي هلته چې ګوګل کې د چا زړۀ پاتې وي
چې ستامحفل او ستا رخساروي دانصيب چېرې زما
زما خو نصيب کې ميکده او شمعه مړۀ پاتې وي
دا چـــې ناڅاپه ستا د نوم سره په څړيکـو راشي
په دغه ټپ کې به پټ ستا د ياد لا څۀ پاتې وي
دلته لۀ څوک نه څوک خبرچې څوک، څوک ښۀ پېژني
دلته څوک ، څوک نه يوڅوک هــربل څوک نه ښۀ پاتې وي
يا به دا خلک وي ناپوهان يا به جاوېد پوه نۀ وي
يا به د واک واږي پۀ لاس کې دکوم غلۀ پاتې وي

0 comments:

Post a Comment