Tuesday, January 24, 2017

Yara sifat na di bezar yam wali


یاره صفت نه د بیزار یم ولے
پوهیگم نا درباندے زار یم ولے
دا محبت دے که بیمار یم ولے
ده تا چے اوگورم لمبه لمبه شم
بیا زه په عشق کے گناهگار یم ولے
په ما ده ستا مینه سجدے لگوی
زه خو دے مڑ یم په خندا جنانه
وایم احسان چے زه دے یار یم ولے

(احسان الرحمان احسان)

Khkaly Bahar dy bulbul jari gulan ma shukawa


خکلے بهار دے بلبل جاڑی گلان مه شکوا
جوڑے تیارے کا شمعے مڑے کا پتنگان پے سوزی
ستا ده بیلتون په اور کے وسوم اوس جنانه زما
راکا ده سرو شونڈو شربت چے غمازان پے سوزی

زڑه کے مے اوور دا که مے آه ده خلے نه اووتلو
زمکه به اوور واخلی له ےاؤوا به آسمان پے سوزی
رازه اشنا چے مطلبی دنیا نه لرے لاڑ شو
بیلتون دے اوور دے دا به وائ چے احسان پے سوزی
مونگه چے یؤ شو نو دشمن سوزی دوستان پے سوزی
زڑه نه تپوس اوکه زما ده عشق چے سه وائ بیا

(احسان الرحمان احسان)

Wednesday, January 18, 2017

Stargi zama pa shaugero tere shwe


سترګي زما په شوګیرو ستړي شوي
په انتظار ستا د راتلو ستړي شوي
وائي هرچاته د زړګي خالونه
لکه باران په وریدو ستړي شوي
یوځل تکلیف اوکه یوڅو قدمه
مه راځه بیا که په راتلو ستړي شوي
زه که شوم ستړي په لټون درپسي
ته هم آشنا په پټیدو ستړي شوي
څه دي په مینه کښ موندل زړګیه
په خندو په ژړیدو ستړي شوي
بي وفا هیر کړه نوريئ مه یادوه
زړګیه خوارشي په سلګو ستړي شوي
ځان نه رسوا کړلو نامراده عشق کي
نادان زړګیه په ګیلو ستړي شوي
دا چه نه مري او نه رغیږي خیاله


ښکاریږي بیا په آسویلوستړي شوي

Da lopaty lamana nesi khula ki zor warkawi



د لوپټي لمنه نیسي خله کښ زور ورکوي
هره ادا ئي زما ښوږ زړه ته ټکور ورکوي
ماله سري شونډي راکوي په کښ خوشحاله یمه
اوګي رقیب له همیشه د ډوډو شکور ورکوي
لاري نیولي دي رقیب بیا د جانان د کوڅي
نن به ضرور ورله څپیړي دوه څلور ورکوي
دغه رانجه او دنداسه ورله پرده کښ یوسه
ریباره بیا به جینکي ورله پیغور ورکوي
ورته پریږدمه دا دنیا بلي دنیا ته ځمه
ځما یادونو له به خپل زړګي کښ کور ورکوي
راتي وایئل چه ستا د لاسو نخي ټولي څيزم
نن به ورځم ځما خطونو ته به اور ورکوي
دا فیصلي ټولي د بره فیصلي دي خیاله
چاله جانان لکه سپوږميئ چاله تک تور ورکوي


Monday, January 16, 2017

Da ishq pa oor bandi me zan sezaly




د عشق په اور باندي مي ځان سيزلي...

سزا مي ځان له عجيبه ورکړۍ...
الله ګلاب له حوصله ورکړى...
کۀ ته ستم کوے کوه پرې کنه..

على خېل ګلاب...


Wednesday, January 11, 2017

che dua e ma la hara bala sati


چـــې دعـــا يـــي مـــا لــه هـــرې بـــلا ســــاتـــي
 زه يـوو داســـې فــــرشــتــه لــرم پــه کـــور کې

za musalman yama iman larama

زه مسلمان يمه ايمان لـــــــــرمه
 کمزورى نه يمه قران لـــــــــرمه

ستاله ټوپکه ويريدلاى نـــــــشم
 زه عقيده لرم زبان لـــــــــــــرمه

ماداسلام په لاره تګ کــــــړى ده
 زه په جنت کى هم جانان لــرمـه

Laka maray la hadiry sara rawan yam


لکه مړ، له هدیرې سره روان یم
د خپل ځان له جنازې سره روان یم
اندامونه مې په هر قدم پرې کیږي
عجیبه ده، له جګړې سره روان یم
ماښامونه رانه تښتي ور پسې یم
رڼوم يې، له ډېوې سره روان یم
صبر صبر زوروره درنږدې یم
رسیدلی یم، له شپې سره روان یم
را وتلی یم خپل ځان پیدا کومه
بې تصویره، اینې سره روان یم
هر وګړی يې بې روحه لکه مړی
د دې ځای، له ښاریې سره روان یم

Che da raqeeb pa khula janan pate sho


Che da raqeeb pa khula janan pate sho
Zama nemgary har armaan pate sho
.
Sa hal, sa chal rata da hejar khaya
Os me dardono ke guzraan pate sho

Che da nazar pa faisla poha shom


Che da nazar pa faisla poha shom
Ela okhyar shoma, ela poha shom
.
Os pa ratlo ke de shak pate na sho
Za da khpal zra pa zalzala poha shom

Laka mashom che pa zango ke khpe lasona wahi


Laka mashom che pa zango ke khpe lasona wahi
Dase me zra sena ke ta pase topona wahi
.
Dase wayam che yo mayan ta nasehat kawe sok
Laka daryab ta che da shago dewalona wahi