Sunday, December 21, 2014

Za dasi wraka pa ghurbat ki darna lari kha yam

زه داسې ورکه په غربت کې درنه لیرې ښه یم

زړه ته نږدې خو به فرقت کې درنه لیرې ښه یم

زه د وطن نه ستا د ژوند نه ستا د کلي لیــــرې

پناه د مخې په هجرت کې درنه لیــــرې ښه یم

خوږه ګناه یمه په غاړه به دې څه پریــــــــــوځم

د مات کچکول په سخاوت کې درنه لیرې ښه یم

ولې مې بولې د شاعـــــــر د تخــــــیل زندان ته

ستا د غزل د درد لذت کې درنه لـــــیرې ښه یم

زه ماته ماته یم لمبـــــــــه یـم د سپرغو چغه یم

د دیدنونو په الفت کې درنــــــــــــه لیرې ښه یم

1 comments: