Wednesday, October 24, 2012

Zahida ta me da taqwa pa num nashai mati krai

د ښاغلي عبدالباري جهاني ښکلی غزل)
کتاب:پایکوب

زاهده تا مي د تقوا په نوم نشی ماتې کړې
ما دي د حورو د خوبونو سلسلې ماتي کړې

ته د دوزخ له وهمه غلی کرۍ شپه ژړیدې
ما د کوثر په مستو هیلو کي پیالې ماتي کړې

ته یې له قهره له خلوته را وتلای نه سې
ما د کرم په طمع زر ځله توبې ماتې کړې

تا خیر و شر ته د حساب هتکړۍ واخستلې
ما د جنون په نوم د عقل زولني ماتي کړې

ته په سجده کي لړزیدلې د حساب له ویري
ما بې حسابه دروازې د میخانې ماتي کړېې

څوک یې د میني له زندانه غرغړې ته وزي
چا یې د قهر له هیبته پنجرې ماتي کړې

چا دیوی جلوې په مینه ځوانۍ نذر کړلې
چا په تصویر کي له نقاش سره وعدې ماتي کړې

د جهاني محفل ته مه راوړه اغزني کیسې
موږ لیونیو په اورونو کي لمبې ماتی کړې

0 comments:

Post a Comment