Friday, October 19, 2012

ghonghi chaptya da zolano la shora shrangh aghesty

ارین جلالزی
ګونګۍ چپتیا د زولنو له شوره شرنګ اخیستی
تورو تیارو می د لمر مخی جانان څنګ اخیستی

دچا نفرت دچا غوسه زمونږ ساګانی غواړی
دچا تندی د خپل احساس له وینو رنګ اخیستی

خدایه ټپه او ملالۍ یو بل نه مه بیلوه
دزړه هنداری مو رڼی کړه چی یی زنګ اخیستی

ته می تمځای یی تا می تورو شپو کی لاس نیولی
ستا په بیلتون کی امن نشته ځای یی جنګ اخیستی

ولی سیندونه توپانی نه شول ویده ولی دی
چایی شمله چایی پښتو چا ترینه ننګ اخیستی

0 comments:

Post a Comment