Thursday, September 20, 2012

Wali da aqal me bimar dy hes ba na wayam

ولې دا عقل مې بيمار دې هيڅ به نه وايمه.
دا زړه زما څومره غمخوار دې هيڅ به نه وايمه.

شيخ او واعظ او زه له کومې راغلو ښه پوهيږم.
ولې څوک څومره ګناهګار دې هيڅ به نه وايمه.


د حق ويلو په سزا سړې په دار خيژوي.
څنګه دستور دا ستا د ښار دې هيڅ به نه وايمه.


طيبه سرې سترګې چې ګرځي د اغيار په څنګ کي.
دغه مي يار دې که اغيار دې هيڅ به نه وايمه.

0 comments:

Post a Comment