Saturday, September 15, 2012

nan ba da gul pa katoray da mayo saka kaoom

نن به د ګل په کټوري د ميو څکه کؤم
چې سبا شیخ ته د ایمان خبره کلکه کؤم
که شونډې نه سپړي خو ماته خامخا راګوري
زه يې په زخم کې په چوپه خله تړتکه کؤم
په سیپاره کې دې د مخ نکته نکته خالونه
طالب د مینې یم د ټکو قدر ځکه کؤم
زه د خپل هر زخم له څړیکو نه بیباکه یمه
د مینې کر د زړه په غوڅه غوڅه زمکه کؤم
شاهده!ځکه يې د مخ خالونه نه یادؤم
زه د کشمیر خوا کې له هر هندو نه کرکه کؤم

0 comments:

Post a Comment