Tuesday, September 18, 2012

Khuklia sta sara da jung khabri khwand na kawi

ښکلیه ستا سره د جنګ خبرې خوند نه کوي
ځه چې یو رنګ شو رنګ په رنګ خبرې خوند نه کوي

راځه راځه تا سره زار او منت خوند نه کوي
د شاه په ژبه د ملنګ خبرې خوند نه کوي

تا چې څه وکړل هغه وشول خپله مخه شړه
رهبره! ستا په خله د ننګ خبرې خوند نه کوي

اوس خو مې ژوند هم ستا د زلفو قېد ته وسپارلو
اوس خو ئې پوه کړه چې په سنګ خبرې خوند نه کوي

پښتونه ياره د اظهار ژبه پښتو کړه کنه
د خوشحال خٌله کښې د اورنګ خبرې خوند نه کوي

0 comments:

Post a Comment