Wednesday, August 29, 2012

Sok e asharo la bali sok tri lakhkar joravi

څوک ئې اشرو له بلي څوک ترې لښکر جوړوي
هر زورور د پښتنو د پاره شر جوړوي
د پښتنو زمکه به څه نسلونه او ټوکوي
څوک پکښې جنګ جوړوي څوک پکښې سنګر جوړوي
جنګ به زمونږ نه وي خو مرو به پکښې مونږ لیوني
څوک چې ختن اخلي مورچه به په خیبر جوړوي
پښتانه دې جنګونو داسې ځائې ته او رسوول
چې خپل کورونه ورانوي بل له دوتر جوړوي
دوۍ که چا دې زمکې ته پریښودل اسمان ته رسي
دا پښتانه د دې پرتې خاورې نه زر جوړوي
وخت که په ما د څه احسان کوي نو داسې کوي
ما نه څرمن اوباسي ما له ترې څادر جوړوي
داسې څوک نشته چې په دې وراني کښې لاس نه لري
داسې څوک نشته چې کابل او پیښور جوړوي

0 comments:

Post a Comment