Thursday, August 30, 2012

Khabri da janan dady da khulay khalqu esy

خبرې د جانان د دې د خلې خلقو ایستې
زما د خاموشۍ نه به قیصې خلقو ایستې
دا نڼ چې کومه لوبه په دې خاوره ده را جوړه
د دې خبرې تاسو ته نعرې خلقو ایستې
زمونږ د محبت معیار ، معیار د محبت وو
زمونږ د محبت به قنایې خلقو ایستې
کوم څوک چې د قلا په حفاظت باندې ولاړ وو
نو خختې د چنې به یې هم دې خلقو ایستې
دا نڼ چې په کوم ځائې کښې خلق ځان معتبر بولي
د دغسې ځایونو نه به خپې خلقو ایستې
زمونږه بې حسي ورته مسکۍ مسکۍ کیدله
زمونږ د روایاتو نه جامې خلقو ایستې

0 comments:

Post a Comment