Monday, August 27, 2012

Da sta dar ba pa hazar darman war na kam

دا ستا در به په هزار درمان ورنه کړم،
دانسته به دغه سود په زيان ور نه کړم،

که څوک را کاندي دنيا او عقبٰي دواړه.
عاشقي به دې په عين و ٰآن ور نه کړم،

که ېو ځله مې ستا زلفې په لاس کيښوزي،
يو ويښته به دې په درست جهان ور نه کړم،

څو ونه وينمه ستا سترګې که خدائي که،
عزرائيل لره به هومره ځان ور نه کړم،

معشوقې د عاشقانو دين ايمان وي،
زه به چا لره خپل دين ايمان ور نه کړم،

ستا تر زلفو پورې نورې زلفې څه دې،
په خاشاک به د چمن ريحان ور نه کړم،

په رحمان دا ستا د لبو مې حرام دې،
څو د خپلو وينو جام تاوان ور نه کړم،

0 comments:

Post a Comment